ننګرهار پوهنې ریاست دښوونکی نړیواله ورځ ونمانځله

media-moe
Mon, Oct 07 2019 12:58 PM
ننګرهار پوهنې ریاست دښوونکی نړیواله ورځ ونمانځله

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار پوهنې ریاست له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

دښوونکې دنړیوالې ورځې دنمانځنې په ویاړ دجلال اباد ښار په بي بي زینب عالي لېسه کې په جوړو شویو مراسمو کې دپوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی ټولو ښوونکو ته د دوې د نړیوالې ورځې له امله مبارکي وویله او په ټولنه کې د ښوونکي پر مقام او معنوني ارزښت خبرې وکړې ویې ویل ښوونکي د اسلام د ستر پیغمبر وارثین او لاروي دي او له ټولنیزه پلوه په ټولنه کې د درناوي وړ قشر ګڼل کیږي.

پوهنې ریس وویل: همدا ښوونکي دي چې په خورا سختو او ناسمو شرایطو کې یې د معارف ډیوه بله ساتلی او له هر ډول توپیر پرته یې خپله دنده تر سر کړې ده.

دننګرهار پوهنې ریس ښوونکو ته د ورپیښو ستونزو یادونه هم وکړه او هغوې ته یې د سرپناه جوړولو په موخه د څمکو د نومرو د ویش ستونزه تر ټولو مهمه وبلله ویې ویل په ډیرو هغو ښارګوټو کې چې د ښوونکو لپاره ځانګړي شوي لا هم ستونزې موجودې او د توزیع مخه یی نیول شویده.

پوهنې ریس همدارنګه دیو شمیر ولسواليو د ښوونکو د معاشونو په سیستم کې چې د زما پیسې تر نامه لاندې دیو شرکت له لورې ویشل کیږي نیوکه وکړه ویی ویل په دې تړون کې د ښوونکو ستونزو ته پام نه دی شوی او همدارنګه قرارداد کوونکي شرکت خپله دنده په سمه توکه نده تر سره کړې.دپوهنې ریس ښوونکو ته ډاډ ورکړ چې ددغو ستونزو حل د پوهنې ریاست دمشرتابه دکارونو په سر کې دی او دننګرهار محترم والي هم دستونزو په حل د پوهنې ریاست دغوښتونو ملاتړی دی.

بیا د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په خپلو خبرو کې ښوونکو ته ددوې دورځې له امله د مبارکۍ تر څنګ د ښوونکي پر مقام او دندو خبرې وکړې او هغوې ته یې ډاډ ورکړ چې ټولې هغه ستونزې چې دپوهنې ریاست له لورې له ولایت مقام سره شریکې شوي پخپله یی تعقیبوي او له هغوې سره به قانوني چلند کوي چې د ښوونکو پر وړاندی ستونزې راولاړوي .ننګرهار والي له ښوونکو مننه وکړه چې په خورا سختو شرایطو کې خپلې دندې ترسره کوي .

وروسته بیا د ښوونکو په استازیتوب لعلون معارف دوست چې په پوهنیز ډګر کې تر څلويښت کاله خدمت وروسته تقاعد شوی و خبرې وکړې او داچې اوس د ښوونکو ژوند ته د حکومت پام رااوښتی مننه وکړه. هغه وویل ښوونکی هغه قشر دی چې له هر ډول احسان کولو پرته ټولنې ته خدمت کوي او د هیواد د راتلونکی نسل په روزنه کې زیار ګالي .

دمراسموپه پای کې د ننګرهار والي او پوهنې ریس له لورې پر وړښوونکو او کارکوونکو د ولسمشرې ماڼې او پوهنې وزارت له لورې دښوونکې دنړیوالې ورځې په ویاړ رااستول شوې تقدیر نامې وویشل شوې

Latest news

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

Tue, Jan 13 2026 12:42 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Praised and Encouraged a Talented Student from Herat Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the country, praised and showed special care to Mohammad Amiri, one of the talented students of the schools of. . .

Sun, Jan 11 2026 2:06 PM
Background image

Opening of a School at a Cost of Nearly 18 Million Afghanis by the Minister of Education in Kunar Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, the Minister of Education of the country, during his visit to Kunar Province, inaugurated a primary school in the Barsagi area of Asadabad City,. . .

BACK TO NEWS