په کندز کې د ښوونکو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
Sun, Oct 06 2019 3:48 PM
په کندز کې د ښوونکو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت_کندز: دکندز ولایت دمقام لخوا د ښوونکي د نړیوالي ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترځ کې ولمانڅل شوه.
په یاده لمانځغونده کې د کندز ولایت والي عبدالجبار نعیمی ، په ولایتي شورا کې د ولس د استازو، مدني فعالانو، ځوانانو، ښوونکو، د ښوونځیو مدیرانو او میرمنو ګډون درلود.
کندوز والي عبدالجبار نعیمي د ښوونکو د ورځي د مبارکۍ ترڅنګ وویل: نن خوښ یم چې د ښوونکي نړیواله ورځ لمانځو زمونږ استادان مسولیت لري چې په هیوادنۍ مینې سره د هیواد راتلونکې نسل د علم په زیور سمبال کړي.
کندوز والي همداشان وویل: زمونږ هریو باید د هیواد د پرمختګ لپاره تلاش وکړو، که نن په فکري رغونې لپاره کار ونه شي نو هیڅکله به زمونږ هیواد پرمختګ ونه کړي ځکه که ذهنیتونه جوړ نه وي هیڅکله به پر مختګ ونه کړو.
همدارنګه په غونډه کې یو شمېر ښوونکو هم خبري وکړې او د خپلو فعالیتونو په اړه يې د غونډي برخوالو ته مالومات وړاندي کړه او د ښوونکو یو شمېر ستونزې بیان کړې .
د غونډې په پاي کې د ولایت مقام لخوا یو شمېر زیارکښو ښوونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې .

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS