خوست کې د ۱۲ ښوونځیو لپاره د ودانیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او تر څنګ د ۶ ښوونځیو لپاره د محلقاتو د جوړولو کار پیل شو

media-moe
Thu, Aug 29 2019 7:00 PM
خوست کې د ۱۲ ښوونځیو لپاره د ودانیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او تر څنګ د ۶ ښوونځیو لپاره د محلقاتو د جوړولو کار پیل شو.

په همدې مناسبت نن ورځ د دوه منده شمل ولسوالۍ اړوند د سورکاڼي کلي په ابتدائیه ښوونځي کې مراسم جوړ شوي ؤ.
په پیل کې د کلیو پراختیا رئیس عاشق الله اخلاص یار د مراسمو ګډون والو ته د یادو پروژو په باب معلومات وړاندې کړل ده په خپلو خبرو کې وویل، نن د دوه منده شمل ولسوالۍ د سورکاڼي کلي د ښوونځۍ د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره په تڼيو، ځاځي میدان، سپیره او موسی خېلو ولسوالیو کې د ۱۲ لپاره ښوونځيو د ودانیو او د ۶ ښوونځيو لپاره اړینو ملحقاتو د جوړولو کار پيل کېږي.
مراسمو ته پوهنې رئیس نصیر احمد روښان په خپله وینا کې وویل، په دې ورستیو کې د پوهنې ریاست زیات تمرکز په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو پر ودانیو دی، ده زیاته موږ له مناسب درسي چاپېریال پرته ښوونیز کیفیت نشو لوړولی.
ښاغلي روښان وویل، هڅه کوي چې د ټولو ګلالیو زده کوونکو لپاره د یوه کال موده کې د ودانیو د نۀ شتون مشکل حل کړي په وینا یې په دې برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنې هم لري.
خوست والي محمد حلیم فدایي مراسمو ته په خپلو خبرو کې وویل زموږ تر ټولو غټ دښمن زموږ ناپوهي ده، د ناپوهۍ په ورکېدو سره زموږ ټولې بدبختي له منځه ځي.
ژمنه یې وکړه په دوه منده ولسوالۍ د شپږو ښوونځیو څخه چې دوه یې ودانۍ لري، په دوو یې کار روان دی او دوو میاشتو په جریان کې به د پاتې دوو ښوونځیو د ودانیو کارونه هم پیل شي.
د سیمې خلکو خوښي ښوده چې، د اولادونو لپاره یې د ښوونځیو وداني جوړیږي دوی په دې برخه کې له پوهنې ریاست او د ولسي تړون پروګرام له غړو ځانګړې مننه وکړه او له د دغه ښوونځیو د چارو څخه یې د هر ډول نظارت او ساتنې ډاډ ورکړ.
په دې ټولو پروژو ۸۲۵۷۹۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي چې د اقرا برنامې له لوري پرې لګول کېږي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰۰ نورو ښوونځیو د ودانیو چارې هم روانې دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS