د هلمند د دوو ښوونځیو آمران د غوره کړنو له امله وستایل شول

media-moe
Wed, Sep 25 2019 1:35 PM
د هلمند د دوو ښوونځیو آمران د غوره کړنو له امله وستایل شول

پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اړوند د مرکزي نسوان او شهید عبدلمتین ښوونځۍ د هیواد په سلو غورو ښوونځۍ کي وشمیرل شوې همدا رنګه د یادو ښوونځیو آمران د ولسمشر په لارښوونه د غوره کړنو د ترسره کولو له امله په ستاینلیکونو وستایل شول.
په هغه غونډه کې چې د همدې ویاړ لاسته راوړلو په پار د هلمند پوهنې ریاست په تالار کي جوړه شوي وه ، د هلمند مرستیال والي په ګډون د ولایتي شورا او پوهنې رئیسانو، د بیلابیلو ښوونځیو امرینو، ښوونکو او زده کوونکو برخه درلودل.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د یادو ښوونځیو قدامت ته لنډه کتنه وکړه او زیاته یې کړه ، چي د یادو ښوونځیو تدریسي بهیر، پیاوړې اداره او ښه چاپیریال باندي وکولای شوه چي د هیواد په کچه په سلو غوره ښوونځیو کي وشمیرل شوه.
صفاري زیاته کړه، که څه هم هلمند پوهنې ریاست د یو شمیر ستونزو سره مخ دي بیا هم توانیدلي دي چې ښوونځۍ یې په داسي یو کچه کي شمیرل کیږي.
د هلمند پوهنې رئیس د یادو ښوونځیو د مدیرانو او ښوونکو ځانګړې مننه وکړه چي زیار یی ایستلي تر څو یاد مقام ترلاسه کړي، هغه پر ولایتي ادارې، دیني علماؤ، قومي مشرانو، ملي سوداګرو او مدني فعالینو ږغ وکړ چې د هلمند پوهنې ریاست سره د قرطاسیې، تدریسي کتابونو، د ښوونځیو ترمیم او جوړونه کي خپل پوره همکاري وکړي.
پر ورته وخت د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان د پوهنې ریاست د وروستیو پرمختګونو هرکلي وکړ او زیاته یې کړه چي دا ډول ویاړ یوازي د پوهنې ریاست نه بلکي د ټول هلمندي ولس دي.
افغان همداراز زیاته کړه چي همدا ښوونکي چي ټولنه روزي اړتیا ده، چي د ښوونکو په معاشاتو بدلون رامنځته سي او مرکزي دولت دي دې برخي ته خپله پاملرنه زیاته کړي.
د ولایتي شورا رئیس د پوهنې ریاست رهبرۍ ته ډاډ وکړ چي هر ډول همکارۍ ته د پوهي د ودي لپاره چمتو یو.
بل لوري ته بیا د هلمند مرستیال والي مجاهد الله صفاري ټول هلمندي ولس ته تر مبارکي وروسته وویل چي د جنګ جګړو تر څنګ نن ویاړو چي دوې ښوونځۍ د هیواد په کچه غوره کڼل کیږي.
هغه د پوهنې ریاست مسؤلینو څخه مننه وکړه، او زیاته یې کړه چي ولایت مقام رهبري هر راز همکارۍ ته ژمن او چمتو ده تر څو د پوهنې پر وړاندي پرتې ستونزي هواري کړي.
د یادوني وړ ده، چې د غونډي په وروستۍ برخه کي د شهید عبدالمتین ښوونځۍ پخواني مدیر حاجي امان الله خان او د مرکزي نسوان مدیرې جمیله انوري ته د مرکز څخه راغلي ستاینلیکونه ورکول شوه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS