د ننګرهار په تودو سیمو کې د ښوونځیو پر زده کونکو د قرطاسیې د ویش لړۍ پېل شوه

media-moe
Mon, Sep 23 2019 12:31 PM
د ننګرهار په تودو سیمو کې د ښوونځیو پر زده کونکو د قرطاسیې د ویش لړۍ پېل شوه

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار په تودو سیمو کې د ښوونځیو پر زده کونکو د قرطاسیې د ویش لړۍ پېل شوه
په هغه غونډه کې چې له همدې امله د ننګرهار ولایت د هسکي مینې ولسوالۍ د شپولې د نجونو په لیسه کې جوړه شوي وه ، دپوهنې ریس حسیب الله شینواري د ملګروملتونو د ماشومانو دنړیوال صندوق یونیسف ادارې څخه مننه وکړه چې هر کال له زده کوونکو سره د وړیا قرطاسیې مرسته کوي.
د پوهنې رییس وویل: په هیواد کې روانو جګړو او ناخوالو د کورنیو اقتصادي وضیعت خراب کړی او ډیری کورنۍ د خپلو اولادونو لپاره د قرطاسیې او د ښوونځي د نورو اړتیاو د پوره کولو وړتیا نه لری نو له همدې امله ددې قرطاسیې ویش ددغه بې وزله کورنیو سره د پام وړ مرسته ده. او دزده کوونکو د هڅونې سبب هم کیږي .
د یادونې وړ ده : چې دیونسیف ادارې له لورې مرسته شوې قرطاسیه کې بکسې، کتابچې، تورې تختې، پنسلونه، قلمونه، رنګې، پرکار او نورو اړتیا وړ توکي شامل دي، چې دمهال ویش سره سم به د ننګرهار ولایت په اتلس ولسوالیو کې د لومړي، دویم او دریم ټولګیو پر یوسلو شلو زرو تنو زده کوونکو ته وویشل شي .

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS