د تودو سیمو ښوونیز بهیر لغمان کې د ښوونځي زنګ په وهلو سره پیل شو
پوهنې وزارت_لغمان: په لغمان ولایت کې د تودو سیمو نوی ښوونیز کال د یو لړ ځانکړو مراسمو په ترځ کې د ښوونځي زنګ په کړنګولو سره پیل شو.
د غونډي په پیل کې د لغمان د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي د تودو سیمو د نوي ښوونیز کال د پیل مبارکي وویله، او د پوهنې وزیر ډاکټر صیب میرویس بلخي پیغام ولوست چې له ټولو کورنیو غوښتي ترڅو په شرایطو برابر بچي ښوونځیو کې شامل کړي او د خپلو ښوونځیو ساتنه او پالنه کې د تیر په څیر خپلې مرستې له خپل معارف ونه سپموي.
دلغمان والي محمد اصف ننګ د تودو سیمو ښوونیز بهیر د پیلیدو له امله د خوښۍ ترڅنګ د پوهنې په ارزښت خبري وکړي او ددې ولایت له ټولو خلکو یې وغوښتل، چې خپل اولادونه په ځانګړي ډول نجونې ښوونځو ته ولیږي .
ښاغلي ننګ خپل ځان ددغې قافلې لاروی او د معارف د فامیل د یو غړي په توګه یاد کړ او خپله ټوله خواخوږي او ډاډ یې معارف سره وښود ، او د هغو زده کوونکو په حق کې ژوره خواشیني وښوده چې موده وړاندې د علیشنګ ولسوالۍ د شمسه خیلو کلي کې د هوان د ړندې مرمۍ د لګیدو له امله په شهادت ورسیدل.
همدارنګه په ولایتي شورا کې د ولسونو استازي الحاج محمد ظاهر حسین خیل خبرې وکړې او د ولسونو په استازولۍ یې پوهنې ریاست ته د مرستې ډاډ ورکړ.
غونډه په دعایې او د ښوونځي دزنګ په کړنګولو پای ته ورسیده .
