پکتیا کې ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو
پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت مرکز او ولسوالیو د سیمیزو زده کړو ټولګیو ۱۸۴ تنو ښوونکو ته دبیا تازه کولو یا (Refresher) تر نوم لاندې ورکشاپ پیل شو.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي په وینا په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته پر درسي میتود، په ټولګي کې د زده کوونکو سره پر فعالې ونډې او تنظیم سربیره پر نورو مهمو مسایلو خبرې کیږي.
استاد ځاځي زیاته کړه : زموز هڅه دا ده چې له هرې ممکنه لارې د ښوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره ورکشاپونه په لاره واچوو تر څو د نوي تدریسي میتود سره بلد شي.
د یادولو وړ ده چې په دې ورکشاپ کې ۳۹ تنه ښځینه او ۱۵۴ نور نارینه ګډون لري چې د یونیسیف ادارې په مالي لګښت وړاندې کیږي.
