پوهنې وزیر د پکتیا ولایت مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې د یاد ولایت ښوونې او روزنې ستونزې وڅیړلې

media-moe
Tue, Jul 30 2019 5:53 PM
پوهنې وزیر د پکتیا ولایت مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې د یاد ولایت ښوونې او روزنې ستونزې وڅیړلې

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د پکتیا ولایت له مشرانو او مخورو سره ولیدل، او د یاد ولایت ښوونې او روزنې ستونزې یې وڅیړلې.
دا لیدنه چې نن د زمري ۸ مه پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ ډاکتر بلخي د پکتیا ولایت ښوونې او روزنې ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د یادو ستونزو د حل په موخه به جدي کړنې تر سره کړی.
ډاکتر بلخي د پوهنې وزارت یو ولسي، غیر سیاسي او ټول ګټو وزارت یاد ګړ، او د ښوونې او روزنې ښه والي په برخه کې د ولس په رول او ملاتړ ټینګار وکړ.
د پکتیا ولایت مشرانو په دې لیدنه کې د زده کړو ښه والې په برخه کې خپل وړاندیزونه د پوهنې له وزیر سره شریک کړل او په یاد وزارت کې د اصلاحاتو مینځ ته راوړلو په موخه يې د پوهنې وزارت مشرتابه له کړنو ستاینه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS