د پکتیکا دپوهنې ریاست له رسنیو سره د همکارۍ په لمړي قطار کې راغی
پوهنې وزار ت - پکتیکا: د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست په نوموړی ولایت کې له رسنیو سره د همکارۍ په لمړي قطار کې راغی. دافغان خبریالانو خوندیتوب کمیټی لخوا د رسنیو او خبریالانو بنسټیزو حقونو په یوه ورځني روزنیز پروګرام کې چې ددې ولایت مرکز شرنې مربوط لینکن ښوونیز مرکز ودانۍ کې دایر شوی وو. د ولایت مقام ، امنیې قومنداني ، ملي امنیت په ګډون د ټولو ریاستونو مطبوعاتي مسوولینو ، خبریالانو او رسنیو استازو ګډون کړی وو. چې پوهنې ریاست د رسنیو په وخت خبراوي او همکارۍ له کبله پکتیکا ولایت د ټولو اداراتو څخه په لومړي قطار کې ددې ولایت د رسینو اتحادیې له لوري اعلان او تقدیر شو.
