د لغمان دښوونځیو آمرینو او تحویلدارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
Thu, Jul 11 2019 9:49 AM
د لغمان دښوونځیو آمرینو او تحویلدارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

دپوهنې وزارت ـ لغمان : دلغمان ولایت د پوهنې ریاست اړوند ۱۱۵ تنو د ښوونځیو آمرینو او تحویلدارانوته درې ورځنی ورکشاپ  دنوموړي ولایت د دروښان لیسي په انګړ کې پیل شو.
یاد ورکشاپ د لغمان د پوهنې ریاست په همکاري او یو نیسف موسسي په مالي مرسته جوړ شوي، چي د مرکز او اړونده ولسوالیو د ښوونځیو ۱۱۵ تنه آمرین او تحویلداران پکې ګډون لري .
د یاد ورکشاپ موخه  د ګودام د مدیریت، جنسي کتابونو کې د ثبت پروسیجر،تشریح ، خریداري شوي اجناسو خوندي کول، ویشل او ساتل دې.
د لغمان پوهنی رییس عبدالله (حمیدي)  د ورکشاپ ګډونوالو ته سپارښته وکړه چې ددولتي مالونو د ساتلو او خوندي کولو لپاره خپل نهايي هڅې وکړي له دولتي وسایلو معقوله ګټه اخیستنه وشي دولتي وسایل او امکانات ملت د خدمت لپاره دي ، د بیت المال سره سطحي چلند کوونکي به تر جزايي مؤیداتو لاندې راشي چې بیا به یې د شکایت ځای نه وي پاتې. 
 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS