د زابل د پوهنې ریاست د دریمو اوڅلورمو خالی بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

media-moe
Tue, Jul 09 2019 2:47 PM
د زابل د پوهنې ریاست د دریمو اوڅلورمو خالی بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت ـ زابل: د زابل ولایت د پوهنې ریاست د ۲۷ خالی بستونو د ډکولو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې له ۲۰۳ تنو کسانو څخه از موینه واخیستل شوه.
هغه غونده، چې د نوموړې از موینې د اخیستلو په موخه د زابل ولایت د بادام ګل په ماڼي کې جوړه شوي وه ، دوالي په ګډون دپوهني رییس نصرالله زاهد، د ولایتي شورا رییس ، داصلاحات اداری کمسیون آمر او دیو شمیر دولتي ادارو مسوولینو ګډون درلود.
 دغونډې په پیل کې د زابل دپوهنې رئیس د ازموینې د شفافیت او روڼتیا په هکله ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ددې کسانو په ګمارنې سره د پوهنې برخه کې پرمختګ رامنځ ته شي.
زاهد ژمنه وکړه چې دیادو بستونو سره به په نژدې راتلونکي د پوهنې ریاست یو شمېر نور خالي بستونه هم اعلان ته و سپاري ترڅو له یوه لوري لوستو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر او په اداره کې به د اصلاحاتو د رامنځ ته کیدو سبب شي.
په ورته وخت د زابل والي محترم رحمت الله یارمل خوښي وښوده او زیاته يې کړه، چې دوی به کوښښ وکړي ترڅو ازموینه په شفاف ډول واخیستل شي او حق حقدار ته و سپاري 
یارمل وویل ولایتي اداره کوښښ کوي ترڅو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي .
د یاده ولو وړ ده، چې دغه ازموینه د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم دیوي څانکړې ګمیتې په حضور کې له شرایطو سره برابر۲۰۳  تنو پکي ګډون کري و واخیستل شوه، چې له از موینې  دنتایجو له اعلانولو  وروسته به ۲۷ تنه دبریالیتوب په صورت کي د زابل د پوهنې ریاست اړونده دریم او څلورم بستونو کې په ډندو وګمارل شي.
 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS