غزني ولایت کي د یوشمیر زده کوونکو د ټپی کیدو له امله د پوهنې سرپرست وزیر ډاکترمحمدمیرویس بلخي د خواخوږی پیغام
په ډيره خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړ چي نن سهار په غزني ولایت کي د ځانمرګي برید له امله د افغان رحمتي خصوصي ښوونځي یو شمیر زده کوونکي ټپیان شوي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې کورني په استازیتوب د لوي او بخښونکي الله ج څخه ټپي شویو زده کوونکو ته د ښي روغتیا غوښتونکي یم او د غزني ولایت له روغتیايي مسئولینو څخه هیله لرم تر څو د ټپي شویو هیوادوالو په درملنه کي هر اړخیزه هڅه وکړي.
څرنګه مي چي هر ځلي غوښتنه کړي چي د جګړي دواړه لوري د ښوونیزو مرکزونه، د زده کوونکو او د پوهنې کارکونکو امنیت او خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
