ارزګان کې د نظارت غړو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست د ښوونیزي څارني غړو ته د وړتیا لوړونې په موخه پنځه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د یونسیف نړیوالي مؤسسي په مالي ملاتړ د پوهنې له وزارت سره په ګډه همغږي په لاره اچول شوی ده، چې د ارزګان مرکز او اړوند ولسوالیو د ښوونیز څار ۲۴ تنه غړي په کښي ګډون لري، چې د تعلیمي نظارت سیستم د پیاوړتیا ، د تعلیمي څار د نویو طریقو، پلان جوړوني او ادارو ترمنځ همغږي په موخه زده کړه او معلومات ورکول کیږي.
د ارز ګان دپوهنې رئیس میرزامحمد سالارزی د نظارت غړو ته د ښوونځیو د ښه نظارت سپارښتنه وکړه او هم یې هغوی خپلو دندو او مسوولیتونو ته ځیر کړل.
د یادولو وړ ده، چې د ارزګان د پوهنې ریاست د روان کال له پیله د خپلو ښوونکو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي، چې تر اوسه زیات شمیر ښوونکي او د پوهنې ریاست کار کوونکي د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزل شوي دي.
