خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ښوونځیو تر منځ علمي سیالۍ پیل شوې 

media-moe
Wed, Jul 03 2019 11:46 AM
خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ښوونځیو تر منځ علمي سیالۍ پیل شوې 

د خوست ولایت د پوهنې ریاست په نوښت د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ښوونځیو تر منځ علمي سیالۍ دپوهنې ریاست اړوند د ساینس په مرکز کې پیل شوې.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پوهنې رئيس نصیر احمد روښان وویل دا ډول سیالۍ موخه یې د زده کوونکو ته د خپلواکۍ په باب معلومات ورکول، د زده کوونکو وړتیاوې لوړول، او د خپلو مهارتونو له نورو سره شریکول دي،چې دا شان سیالۍ د زده کوونکو جرائت او پر ځان باور زیاتوي. 
یاده سیالۍ د خوست ولایت د مرکز اړوند د شهید مطیع الله او ازادۍ مینې لېسو د ۷۲ تنو زده کوونکو تر منځ ترسره شوه، چې په پایله کې شهید مطیع الله لېسې لومړي مقام تر لاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ به د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې د زده کوونکو تر منځ جوړي شي، چې دهر ښوونځي ۳۶ تنه زده کوونکي پکې ګډون کوي، چې د کیمیا، ریاضي، فزیک او بیولوژي په برخو کې ورڅخه پوښتنې کېږي او په خپل نوبت سره به زده کوونکي ځواب ورکوي.
په پای کې ټولو ګډون کوونکو زده کوونکو ته قرطاسیه، ممتازو زده کوونکو ته نغدي ډالۍ او ګټوونکي لېسې ته د لابراتوار ۷۰ قلمه بېلا بېل مواد ورکړل شول.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS