د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د پارسا موسسي اجرایوي رئیسي مارني ګستافسن سره ولیدل
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د پارسا موسسي اجرایوي رئیسي مارني ګستافسن ( په افغانستان کي د څارندوي ملاتړ کوونکي ) تر مینځ لیدنه وشوه او د افغانستان لپاره د څارندوي نړیوال غړیتوب ترلاسه کولو په برخه کي د کوښښ او همکاري په اړه خبري وکړي دغه لیدنه چي نن پوهنې وزارت کي تر سره شوه دواړو لورو د همکاري په دوام او تقویت ټینګار وکړ.
د پوهنې وزیر یادونه وکړه چي روزنه د ښوونې تر څنګ یو مهم اړخ ده او له هغه ځایه چي څارندوي د ښوونې او روزنې، نظم او انضباط، د چاپيریال ساتني او په مدني حقوقو باندی ګټور رول لري. په دي لټه کي یو چي د پوهنې لسیزي په درشل کي د افغانستان لپاره د څارندوي نړیوال غړیتوب تر لاسه او په ځان بسایني رسیدو لپاره عملي ګامونه وچت کړو.
د پارسا اجرایوي رئیسي مارني ګستافسن (په افغانستان کي د څارندوي ملاتړ کوونکي) په دي لیدنه کي د پوهنې وزیر له ښه کارونو او پرمختګونو ستاینه وکړه او د ګډو همکاریو په برخه کي په دوامداره مرستو ټینګار وکړ.
