د پوهنې وزیر د ټیکا رئیس او د ترکيې هیواد پوهنې وزارت له هیئت سره وکتل

media-moe
Sun, Jun 30 2019 3:13 PM
د پوهنې وزیر د ټیکا رئیس او د ترکيې هیواد پوهنې وزارت له هیئت سره وکتل

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او په افغانستان کي د ټیکا له رئیس رجايي قلیچ او د ترکيې هیواد د پوهنې وزارت له هیئت سره لیدنه وکړه.

یاده لیدنه چي پوهنې وزارت کي تر سره شوه ډاکتر بلخي د افغانستان د ښوونې او روزني له پرمختګ څخه د ترکيې هیواد له دوامداره ملاتړ نه مننه وکړه او د ښوونیز نصاب ،د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو لپاره د ظرفیت د لوړوالي تخصصي ورکشاپونو د جوړولو په برخه کي د ډيرو همکاريو غوښتنه وکړه.

د ټیکا رئیس او د ترکيي هیواد د پوهنې وزارت هیئت په دي لیدنه کي د همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ او د ښوونیز نصاب د اصلاحاتو په برخه او د ښوونځيو مدیرانو ، ښوونکو ته د ظرفیت لوړوالي پروګرامونو د چمتوکولو خبر ورکړ.

د یادوني وړ ده چي د ترکي هیواد د پوهنې وزارت هیئت په خپل سفرکي د کابل ښار له یو شمیر ښوونځيو څخه لیدنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS