د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار سیمې ښوونځي بېرته فعال شول

media-moe
Wed, Jun 26 2019 3:15 PM

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار په کلي کې د خلکو له خوا د نجونو او هلکانو ۵ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول. 
یاد ښوونځي څو ورځې مخکې عامو خلکو په خپله سیمه کې د جوړ شویو امنیتي پوستو د لرې کولو په غبرګون کې تړلي وو. 
نوموړي ښوونځي شاوخوا ۲ زره زده کوونکي لري، چې ټول زده کوونکي یې د پخوا په څېر خپلو زده کړو ته حاضر شوي دي. 
نوموړي ښوونځي د ولایت مقام، ولایتي شورا، پوهنې ریاست، دیني عالمانو او قومي مشرانو د ګډو هلو ځلو په پایله کې خلاص شول.
په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۳۱۳ ښوونیز مرکزونه شتون لري، چې ټول د زده کوونکو پر مخ پرانیستي دي

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS