د هلمند کلیوالي ښوونځیو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
Wed, Jun 26 2019 10:43 AM
د هلمند کلیوالي ښوونځیو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اړوند محلي ټولګیو ۱۲۸ تنو ښوونکو ته د ظرفیت لوړوني شپز ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.
نوموړي ورکشاپ د یونیسف اداري په مالي مرسته په لاره اچول شوي چې د هلمند پوهنې ریاست اړوند د محلي یا چټکو زده کړو ۱۲۸ تنه ښوونکي په کې ګډون لري.
د ورکشاپ ګډونوالو ته به ښوونکو ته د تدریسي پلان، زده کړیز میتودونه او استاد محوري، د ښوونکو د ظرفیت لوړوني او بیلا بیلو برخو کې روزنه ورکړل شي.
د هلمند د پوهنې رییس د ورکشاپ ګډونوالو ښوونکو ته لارښوونه وکړه، چې تدریس کېدونکي مهارتونه ‎په ښه توګه زده او بیا یې په خپلو ټولګیو کې د ماشومانو د روزنې په برخه کې عملي کړي.
د پوهنې رییس داود شاه صفاري د یونیسف له ادارې هم مننه وکړه، چې تل یې د پوهنې ریاست سره د ښوونکو د ظرفیتونو په لوړولو او نورو برخو کې مرستې کړې دي.
د یادولو وړ ده، چې د کلیوالي ښوونځيو ښوونکو ته د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ظرفیت لوړونې ورته ورکشاپونه پیل شوي او هیله ده، چې د پوهنې د کیفیت لوړېدو په برخه کې ګټور تمام شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS