په غزني ولایت کې د یو یاب دیني مدرسې لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند په خمت خېلو کلي کې د یوې دیني مدرسې لپاره د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د مقر ولسوالۍ پوهنې آمر وویل: د«شهدالبنات» مدرسې د بنسټ ډبره د خلکو په مالي مرسته کېښودل شوه او ټاکل شوې ده، چې د جوړېدو چارې یې په راتلونکو ۶ میاشتو کې بشپړې شي.
د پوهنې مسئولینو د څرګندونو له مخې: دغه دیني مدرسه ۴ درسي خونې، یوه اداري خونه او یو لوبغالی لري، چې په یو نیم جرېب ځمکه کې د شاوخوا یو ميليون افغانيو په لګښت سره جوړېږي.
ورپسې دیني علماوو هم د اسلام له نظره د علومو په ارزښت خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو یې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد له پوهنیز نظام سره د معارف دوسته خلکو د مرستو په لړ کې، د غزني ولایت له خلکو څخه د دوی د مرستو له امله مننه او قدرداني کوي.