د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو د مسودې لایحه نهايي شوه
د معیاري آزموینو د لایحې په اړه بحث، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، په داسې حال کې ترسره شو، چې د معیاري آزموینو رئیس مولوي شمس الرحمن حماس، یو شمېر مرکزي رئیسانو او د یاد ریاست کارپوهانو حضور درلود.
غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د زده کوونکو د دوامداره ارزونې او پر وخت د آزموینې اخیستلو اهمیت بیان کړ او د هغوی د ښوونیزې کچې په لوړولو کې یې د معیاري آزموینو د رول په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
همدارنګه نوموړي د اړونده څانګو له کارکوونکو څخه وغوښتل، ترڅو د یادې لایحې په پلي کولو کې همکاري وکړي.
په پای کې د یادې مسودې د لایحې طرحه د غونډې د ګډون والو له خوا په علمي او مسلکي توګه تر غور او بحث لاندې ونیول شوه، چې د نظرونو له تبادلې او تعدیلاتو وروسته تصویب شوه.
د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو رئیس دغه لایحه د پلي کولو وړ وبلله او هیله یې وښوده، چې د مسئولینو له لوري به عملي شي.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.