د غزني ولایت د عثمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند کمالو کلي د عثمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې مسئولینو په حضور کې د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
یاده ودانۍ ۱۲ درسي ټولګي او یوه اداري خونه لري، چې په بشپړېدو سره یې شاوخوا ۳۰۰ تنو زدهکوونکو ته سالم تعلیمي چاپېریال برابر شو.
