سرپل ولايت کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۱ - ۱۴:۳۷
سرپل ولايت کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت ، سرپل : سرپل ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو ته د کارونو د ارزونې او پلان جوړونې په برخه کې روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

د سرپل ولایت د پوهنې رئیس احمد خان بیګزاده د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل: په دې ورکشاپ کې به تاسو په عملي او مسلکي توګه د ترسره شويو فعالیتونو د ارزونې او پلان جوړونې په اړه لازمه ښوونه تر لاسه کړئ .هیله مو دا ده، چې د دې ورکشاپ له ګټو نه ښه استفاده وکړئ او د هغو په رڼا کې دندې په سمه توګه ترسره کړئ .

د پوهنې ریاست د عمومي تعلیماتو مرستیال الحاج سید عبدالقادر ایوبي او د ښاري پوهنې آمر حفیظ الله خان عمري هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د دا ډول ورکشاپونو جوړول یې د کارکوونکو د وړتیا لوړونې لپاره مهم وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۶:۳۸
Background image

د څوارلسم پاسه ښوونکو د لیسانس دورې زده کړې پیل شوې

پوهنې وزارت، بدخشان: د بدخشان پوهنتون ښووني او روزوني پوهنځي کې د څوارلسم پاسه ښوونکو د لیسانس دورې زده کړې د یاد ولایت د پوهنې رئيس ډاکټر روح الله محقق، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۴:۳۴
Background image

یونیسف او ICR ادارې سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د یونیسف د کندهار زون په دفتر کې د IRC )) او یونیسف ادارې له چارواکو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

په دې غونډه کې یې د یونیسف. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۳:۳۴
Background image

هرات ولایت کې د درسي کتابونو راټولولو کمپاین ګړندی روان دی

پوهنې وزارت، هرات : په دې وروستیو کې د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د "زما کتاب ستا لپاره " تر عنوان لاندې د کتاب راټولولو کمپاین پیل شوی، چې تر دې دمه له سل زرو ټوکو څخه ډیر درسي. . .

BACK TO NEWS