د لغمان ولایت ښوونځیو کې د زده کوونکو ترمینځ علمي سیالۍ تر سره شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
د لغمان ولایت ښوونځیو کې د زده کوونکو ترمینځ علمي سیالۍ تر سره شوې

پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه په لارښوونه د زده کوونکو د ذهنې ودې په موخه مرکز پورې اړوند د نجونو شپږو ښوونځیو ترمینځ علمي سیالۍ ترسره شوې.

د سیالۍ په پیل کې د ښاري حوزې د څارنې آمر مولوی عبدالمتین مبشر، د سیالۍ په ارزښت خبرې وکړې او د سیالې طرزالعمل یې بیان کړ.

یاده سیالۍ د ژوري هییت تر څار لاندی د (حیدرخانیو ، کتبزایو، مهترلمک، چهلمټیو، هرمل اوچهاردهي) ښوونځیو ترمینځ ترسره شوې چې، په پایله کې د کتبزایو د نجونې لیسې د ۱۰۰ نمرو په اخیستلو لومړی مقام،حیدرخانیو ښوونځي دویم مقام او د چهلمټیو لیسې دریم مقام تر لاسه کړ.

د سیالۍ په پایله د پوهنې ریاست چارواکو لخوا ګټوونکو زده کوونکو ته ډالۍ وویشل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۶:۳۸
Background image

د څوارلسم پاسه ښوونکو د لیسانس دورې زده کړې پیل شوې

پوهنې وزارت، بدخشان: د بدخشان پوهنتون ښووني او روزوني پوهنځي کې د څوارلسم پاسه ښوونکو د لیسانس دورې زده کړې د یاد ولایت د پوهنې رئيس ډاکټر روح الله محقق، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۴:۳۴
Background image

یونیسف او ICR ادارې سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د یونیسف د کندهار زون په دفتر کې د IRC )) او یونیسف ادارې له چارواکو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

په دې غونډه کې یې د یونیسف. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۳:۳۴
Background image

هرات ولایت کې د درسي کتابونو راټولولو کمپاین ګړندی روان دی

پوهنې وزارت، هرات : په دې وروستیو کې د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د "زما کتاب ستا لپاره " تر عنوان لاندې د کتاب راټولولو کمپاین پیل شوی، چې تر دې دمه له سل زرو ټوکو څخه ډیر درسي. . .

BACK TO NEWS