فراه ولایت کې دوه ښوونکي وستایل شول

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۳:۲۵
تقدیر دو معلم ممتاز در ولایت فراه

د پوهنې وزارت، فراه: د فراه ولایت دوه تنه ښوونکي د هغوی د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو په پار د کب په ۱۷مه، په مډال او ستاینلیک وستایل شول.

د یادو ښوونکو د ستاینې په غونډه کې د پوهنې رئیس استاد وحيدالله شیراني، د پوهنې رياست مرستيالانو، د یاد ریاست کارکونکو او ستایل شویو ښوونکو برخه اخیستې وه.

په یاده ستاینغونډه کې د تیمورشاه لېسې ښوونکي عبدالوهاب ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال او د ښوونکو د روزنې استاد، عبدالبصیر ته لومړی درجه ستاینلیک ورکړل شو.

د فراه د پوهنې رئیس استاد وحيدالله شيراني د نوموړو ښوونکو پر ستاینې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: یاد ښوونکي، ولسمشر د ښه خدمت په بدل کې ستایلي دي او زیاته یې کړه چې دغه ویاړ یوازې د یادو ښوونکو نه، بلکې د فراه ولایت د ټولو ښوونکو دی، چې په راتلونکي کې به ځینې نور ښوونکي هم په ورته ډول وستایل شي.

د یادونې وړده، چې په تېرو کلونو کې هم د فراه یو شمېر ښوونکي د ولسمشر او پوهنې وزارت له خوا په مډالونو او ستاینلیکونو ستایل شوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۸:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت سرپرستې سيدالشهدا ليسې څخه ليدنه وکړه

پوهنې وزارت، کابل: نن دوشنبه د پوهنې وزارت سرپرستې د سيدالشهدا ښوونځي له ښوونکو، زده کوونکو او د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره د غمرازۍ په موخه، يادښوونځي څخه ليدنه وکړه.

په ليدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۴:۴
Background image

ننگرهار کې زده کوونکو د سید الشهدا پر ښوونځي شوی خونړی برید په کلکه وغنده

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د بیلابیلو ښوونځیو یو شمیر زده کوونکي د دوی د هم قطارانو په استازیتوب په یوې خبري ناسته کې، د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د سید الشهدا لیسې دروازې. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۶:۲۷
Background image

مطبوعاتي اعلاميه

څرنګه چې څرګنده ده پرون مازيګر د کابل ښار دشت برچي سيمه کې د سيدالشهدا ښوونځي مخته بريد و شو، چې په پايله کې يې د زده کوونکو په ګډون يو شمير ملکي وګړي شهيدان او ټپيان شول

د پيښې په. . .

BACK TO NEWS