په نیمروز ولایت کې د بندیانو لپاره د لیک لوست کورسونه جوړ شول

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۴:۱۹
په نیمروز ولایت کې د بندیانو لپاره د لیک لوستکورسونه جوړ شول

د پوهنې وزارت، نیمروز: پدې وروستیو کې، د نیمروز د پوهنې ریاست لخوا د نیمروز په زندان کې د ۳۰۰ بندیانو لپاره د لیک لوست کورسونه جوړ او فعال شول.

د یادو کورسونو د پرانستلو په مراسمو کې، د پوهنې رییس مسعود نوري د غونډې ګډونوالو او میلمنو ته ښه راغلاست وویل په هیواد کې د بې سوادۍ پر وړاندې مبارزه د پوهنې وزارت د برنامو یو مهمه برخه وبله او ویې ویل: د نیمروز د پوهنې ریاست د ولایت د مقام او نورو دولتي ادارو په مرسته ژمن دې چې د پوهنې وزارت لخوا د وړاندیز شوي پلانونو عملي کولو او لاسته راوړلو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د پوهنې رییس د نیمروز ولایت د محبس د مسؤلینو د همکارۍ قدرداني وکړه او د دغه ولایت له نورو دولتي ادارو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې د پوهنې له ریاست سره همکاري وکړي.

وروسته د محبس او نورو ریاستونو چارواکو د پوهنې ریاست د کړنو ستاینه وکړه او د دې موخو د سرته رسولو لپاره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په پای کې، د پوهنې رییس لخوا د سواد زده کړې کورسونو ۳۰۰ تنه زده کونکو ته درسي کتابونه او قرطاسیه وویشل شول.

د یادونې وړ ده چې د دې کورسونو تدریس د لوستو بندیانو لخوا ترسره کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د املاکو او ودانیو د ساتنې او مراقبت عمومي مدیریت د نقشې او اټکل له مخې،  د نهمې، یوولسمې او دیارلسمې تعلیمي حوزې اړوند د الفتح عالي لېسې ژوره څاه کیندلو، د بي بي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۲۹
Background image

په بامیان ولایت کې د مهارتونو د ودې اوحیاتي سواد زده‌کوونکو ته د تعلیمي وسایلو وېش پیل شو

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د حیاتي سواد د ۲۴ ټولګیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي وسایلو د کڅوړو وېش رسماً پیل شو.
د دې نوښت موخه د زده‌کړې د کیفیت ښه‌والی او د زده‌کوونکو لپاره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۲۰
Background image

د سیرت‌النبي ﷺ د علمي سیالیو پایلې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې اعلان شوې

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د استاد محمد کریم کابلي عالي لېسې زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ علمي سیالۍ پایلې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
په دې سیالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ تنو. . .

BACK TO NEWS