د کندهار زده کوونکو تر مینځ علمي سیالۍ جوړي شوي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۳:۲۸
د کندهار زده کوونکو تر مینځ علمي سیالۍ جوړي شوي

د پوهنې وزارت_کندهار: د کندهار ولایت د ښوونځیو د زده کوونکو د ذهني پیاوړتیا او د استعدادونو د راڅپړلو په موخه د تدریسي مضامینو اړوند او د مقالو لیکلو او لوستلو په موخه علمي سیالۍ جوړه شول .
یاده سیالۍ د پوهنې ریاست د نشراتو مدیریت په نوښت او د یونسیف همکاري مؤسسې په مالي لګښت د زرغونې انا اول نمبر لېسې په جمنازیوم کي جوړه شول د یادي لېسې ترڅنګ د زرغونې انا دوهم نمبر، تجربوي انجونو ، میرویس مېنه انجونو، نازو انا، ملالۍ، شهید عبدالطیف انجونو،صفیه عامه جاني او عینو اول نمبر لېسو زده کوونکو ، د پوهني ریاست استازي حاجي فیض الله صلحي ، د یادو لېسو امرینو او ښوونکو او د ۷۰۰ تنو په شاخوا کي زده کوونکو ګډون کړی و.
په پیل کي د نشراتو مدیر نظرمحمد صمیمي د یادي سیالۍ په اړوند معلومات وړاندي کړل وویل چي سیالۍ په مجموع کي په دوو ګروپونو الف او ب ویشل شوې چې په هر ګروپ کي (۲۷) تنه زده کوونکي برخه لري او د دواړو ګروپونو څخه (۴۲) سوالونه د کیمیا، فزیک، بیولوژي، ریاضي، پښتو، تاریخ او جغرافیې د مضمونو کیږي او ترڅنګ د مطالعې سره د زده کوونکو د بلدتیا او هڅوني په موخه دوې مقالې د ماشومانو د حقوقو او د علم د ارزښت تر عنوان لاندي ویل کیږي چي د سیالۍ ټوله پروسه به د ټاکل شوي کمېټې لخوا چي د اړوند مضامینو د ښوونکو څخه جوړه ده تعقیبږي .
د سیالۍ په پایله کي د ب ګروپ د یوې نمري په توپیر وکولای شوای چي لومړی مقام خپل کړي د سیالۍ په ورستیو کي د پوهني ریاست استازي حاجي فیض الله صلحي د ګډون کوونکو لېسو د امرینو ښوونکو او زده کوونکو څخه مننه وکړل چي د علمي سطحي د لوړوالي او د فکري ودي په موخه یې په سیالۍ کي ګډون کړی دی او غوښتنه یې وکړل ترڅو د زده کوونکو د تشویق او د فکري ودي د پراختیا په موخه په خپلو ښوونځیو کي د زده کوونکو ترمنځ علمي سیالۍ په لار واچوي ترڅو استعدادونه را وڅپړل شي . د سیالۍ ترڅنګ په پروګرام کي د زده کوونکو لخوا ترانې او شعرونه هم وویل شول او په ورستیو کي د سیالۍ پر ګډون کوونکو زده کوونکو تحفې وویشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS