لغمان کې ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۱۳:۲۱
لغمان کې ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان  ولایت مرکز او ولسوالیو د کلیوالي ټولګیو ۴۵ تنو  ښوونکو ته د اصول صنفی تشریح  تر نامه لاندې د ظرفیت لوړونې لس ورځنۍ ورکشاپ د روشان په عالي لیسي کې جوړ شو.
دغه ورکشاپ د یونیسف موسسې له لوري جوړ شوی، چې د محلي زده کړو ښوونکو ته به  د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې،د درسي میتودونو د زده کړې او د نویو ښوونیزو مېتودونو په اړه به ګډ‌ونوالو ته لازم مالومات ورکړل شي.
د لغمان د پوهنې ریاست مالی او اداری مرستیال  ګډونوالو ته وویل چې له دې فرصت څخه د سالمې استفادې تر څنګ د درسي کیفیت ته هم زیاته توجه وشي او هم یې له استادانو غوښتنه وکړه چې په ټاکلي وخت زده کړو ته دوام ورکړي .
 نوموړي زیاته کړه، چې د یونیسف او نورو همکارو موسسو په مرسته به د یادو روزنیزو ورکشاپونو لړۍ د لغمان ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي، چې پرمټ به یې ګڼ شمېر ښوونکي له مسلکي ښوونې او روزنې برخمن شي
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS