لوګر کې د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې ازموینه واخیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۳:۵۸
لوګر کې د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د نجونو او هلکانو د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معینیت په لارښوونه د یونیسف موسسې په مالي مرسته واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې د ۱۱ نجونو په ګډون ۳۸ زده کوونکو ونډه اخیستې وه، چې ټول د ښوونځیو او ولسوالیو په کچه عمومي اول نمره ګان دي.
د یادې ازموینې د اخیستلو موخه د استعداد لرونکو زده کوونکو معلومول دي، چې د لوړو نمرو اخیستونکي به پوهنې وزارت ته معرفي شي.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې لپاره ورته ازموینې اخیستل شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS