یو شمیر هیوادوالو د پوهنې له وزیر سره وکتل
پوهنې وزارت- کابل: د بلخ ولایت له خلم ولسوالۍ او د بامیانو ولایت څخه یو شمیر هیوادوالو د پوهنې له وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي سره وکتل.
د دې لیدنې موخه چې د پوهنې وزارت په کوربه توب ترسره شوه؛ د بلخ ولایت خلم ولسوالۍ او د بامیانو ولایت ښوونې او روزنې د شته ننګونو د ښې ځیړنې او د ښوونیزو خدمتونو ښه والي په موخه د همغږۍ رامینځ ته کول وو.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي په ټول افغانستان کې ښوونیزو خدمتونو ته د یوشان لاسرسي په موخه، د لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ښوونې او روزنې ته د وزارت له پاملرنې څخه خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د دې موخې په پلي کولو کې د خلکو او ښوونځيو شوراګانو ونډه تاثیرلرونکې ده.
په دې غونډه کې پوهنې وزیر د بلخ ولایت خلم ولسوالۍ او بامیانو ولایت د ښوونې او روزنې شته ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه ورکړه چې د دې ستونزو د له مینځه وړلو لپاره به جدې کړنې تر سره کړي.
په دې غونډه کې راغلو هیوادوالو د بامیان ولایت او خلم ولسوالي د ښوونې او روزنې ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي سره شریک کړل او د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري پوهنې وزارت کې د راغلو اصلاحاتو څخه ستاینه وکړه.
