د کندز د دیني مدارسو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت_کندز: د کندز ولایت د پوهنې ریاست اړوند د دیني مدارسو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنې ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست له خوا د GIz ادارې په مالي مرسته جوړ شوی دی.
په دې ورکشاپ کې ۳۰ تنو د دیني مدارسو ښوونکو برخه اخېستې ده،. نوموړو ښوونکو ته به د ظرفیت لوړونې او اغیزمن تدریس په برخه کې زده کړې ور کړل شوې، چې په دیني مدارسو کې به د تدریس پر مهال عملي ګټه ترې واخلي.
د کندز دپوهنې رییس نجیب الله ثاقب د ښوونکو لپاره د ورته روزنیزو پروګرامونو جوړول د هغوی د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په برخه کې خورا ګټور وبلل او له ګډونوالو ښوونکو یې وغوښتل ، چې له دې فرصت څخه پوره ګته واخلي .
د کندز د پوهنې ریاست د روان کال له پیله د خپلو ښوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي، چې تر اوسه زیات شمیر ښوونکي د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزل شوي دي.
