د لوګر په ځینو ښوونځیو کې د درسي کتابونو ویش پیل شو
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د مرکز او ولسوالیو په یو شمېر ښوونځیو د ۱۲ زره ټوکه نویو چاپ شویو درسي کتابونو د ویش بهیر پیل شو.
یاد درسي کتابونه څه موده مخکې د پوهنې وزارت له لوري را لیزل شوي وه ، چې د ابتدایې، متوسطې او لېسې دورو کتابونه دي.
دغه کتابونه به په هغو ښوونځیو په یوه اوونۍ کې وویشل شي، چې زده کوونکي یې د کتابونو کموالي له ستونزې سره مخ دي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې د دغو کتابونو په ویشلو سره به د سلګونو زده کوونکو د کتابونو د کموالي ستونزه هواره شي.
هغه زیاته کړه، چې یوه اوونۍ وروسته د ۱۷۸ زره ټوکه نورو راوړل شویو درسي کتابونو د ویش لړۍ به هم پیل شي.
د یادونې وړده،چې د لوګر په ۲۷۳ ښوونځیو کې د ۴۱۹۴۶ نجونو په ګډون ټول ټال ۱۴۵۰۴۱ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
