پوهنې وزیر د اقتصاد وزارت له معین سره وکتل.
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د اقتصاد وزارت له مسلکي معین محمد اسماعیل رحیمي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت او اقتصاد وزارت ترمینځ د ډیرو همکاریو په اړه خبرې اترې وشوې.
همدارنګه د اقتصاد وزارت له لوري د هیواد ۳۴ ولایتونو لپاره د احصایې، ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي معلوماتو په برخه کې جوړ شوي فروفایلونه د اقتصاد وزارت مسلکي معین له لوري پوهنې وزیر ډاکتر بلخي ته ورکول شول.
پوهنې وزیر د هر ولایت لپاره د معتبرو معلوماتو فایلونو رامینځ ته کولو له بنسټیز اقدام څخه خوښي وښوده او ویې ویل چې دا معلومات د پوهنې په برخه کې د غوره او معتبرو ارقامو لپاره ښه سرچینه کیداې شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین محمداسماعیل رحیمي په ولایتونو کې د ښوونې او روزنې پراختیا لپاره د پوهنې وزارت له پاملرنې څخه ستاینه وکړه او اقتصاد وزارت یې د پوهنې وزارت تل پاتې همکار یاد کړ.
