پوهنې وزارت د سړو سیمو عمومي آزموینو اخیستو نیټې په موخه د مشرتابه غونډه تر سره کړه
پوهنې وزارت- کابل: د سړو سیمو د آزموینو اخیستو نیټه د پوهنې وزارت د روانې اونۍ د مشرتابه په غونډه کې تر بحث او څيړنې لاندې ونیول شوه.
د پوهنې وزارت مشرتابه دا غونډه چې د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي، مرکزي معینانو او رئیسانو په شتون کې تر سره شوه، په ۱۳۹۹ ښوونیز کال کې د عمومي زده کړو ۳۷ میلیونه ټوکه کتابونو د چاپ او د ټولګي اصولو لپاره د ACR کتابونو ویش، پر خصوصي ښوونځيو څار، د اقلیم د بدلون له امله د سړو سیمو عمومي آزموینو اخیستو نیټه او د افغانستان ښوونې او روزنې سره د ښوونځيو موسسې مرستو په اړه د همکاري وروستنۍ حالت په اړه خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د لیلیو زده کوونکو لپاره د اعاشي بدیل طرحې پریکړې کول او همدارنګه د بغلان ولایت د ولسوالیو ښوونې او روزنې حات هم وڅيړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت مشرتابه غونډې په منظم ډول او د ځانګړې مهال ویش سره سم د هیواد ښوونې او روزنې کړنو ښه والي په موخه تر سره کیږي.
