پوهنې وزارت او یونیسف د ښوونیز نصاب او ښوونکي روزنې باندې د GPE ۲۵ میلیونه ډالره اضافي بودجې مصرف په اړه ګډه غونډه تر سره کړه.
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت او یونیسف له لوري د ښوونیز نصاب او ښوونکې روزنې باندې د GPE ۲۵ میلیونه اضافي بودجې مصرف په اړه ګډه غونډه تر سره کړه.
دا غونډه چې د پوهنې وزارت په کوربه توب تر سره شوه؛ پوهنې وزیر ډاکتر بلخي ټينګار وکړ چې د یادې بودجې مصرف لپاره زمونږ لمړیتوب د ښوونې او روزنې برخه په ځانګړي ډول د ښوونکي روزنې او ښوونیز نصاب برخه ده.
د دواړو لورو هوکړې په اساس، د یادې بودجې د ښه کارولو څرنګوالي او د ښې نتیجې اخیستلو لپاره باید ګډې تخنیکي غونډې تر سره شي.
