په کونړ ولایت کې د بي بي فاطمي د نجونو د ښوونځي سره د کمپیوترونو مرسته وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۲:۴۴
په کونړ ولایت کې د بي بي فاطمي د نجونو د ښوونځي سره د کمپیوترونو مرسته وشوه

د پوهنې وزارت، کونړ: د کونړ ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه په هلو ځلو د « پامرنې» مؤسسي په دې وروستیو کې د یاد ولایت د بی بی فاطمې د نجونو لیسې سره د پنځه لپ ټاپ کمپیوترونو مرسته وکړه .

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه، د کونړ دپوهنې ریاست مسوولینو سربیره د افغانستان د پاملرنې مؤسسي مسوول رحمت الله حنیفی، ښوونکو او زده کوونکو ګډون در لود.

دکونړ ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخندزاده میلمنو ته د ښه راغلاست په ویلو سره د یادې مؤسسي د همکارۍ څخه مننه وکړه او د کونړ ولایت د ښوونځیو د تجهیز په برخه کې د یادې مؤسسي د لا همکاریو ِغوښتنه وکړه.

په پای کې، د افغانستان پاملرنې مؤسسي استازی رحمت الله حنیفي ژمنه وکړه چې په کونړ ولایت کې د ښوونې او روزنې و ضعیت د لا ښه کولو په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده چې په تیرو وختونو کې دغه مؤسسي د پوهنې ریاست سره مرسته او همکاري کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

ننګرهار ولایت کې ښوونکو ته د ځمکو ویش پیل شو

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت کې د چپر هار ولسوالۍ ښوونکو ته د نمرو د ویش لړۍ پیل شوه.

په هغه غونډه کې چي په همدې موخه په یاده ولسوالۍ کې جوړو شوي وه، د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۴:۵۴
Background image

اطلاعیه

د نړيوال ښاريتوب د غوره ښوونې ميتود، خبرتیا

۱۴۰۰ د غبرګولي ۲ مه

پوهنې وزارت، کابل: آسيا پسفيک سازمان په پام کې لري چې د نړيوال فهم لپار (APCEIU) د هغو ښوونکو او د ښوونکو د روزونکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۷:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو نوى معين معرفي شو

د اسلامي تعليماتو نوى معين استاد محمد عثمان طارق، د يوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي لخوا، چې د ياد وزارت يو شمير معينانو، رئيسانو، د حج او اوقاف وزارت يو. . .

BACK TO NEWS