په کنړ کې د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د پوهنې وزارت_کنړ: د ښوونکي نړیوالې ورځي د لمانځغونډې په مراسمو کې هغه ممتاز زده کوونکي هم وستایل شول، چې په کانکور ازموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کړې او لوړو پوهنتونونو ته بریالي شوي.
د کنړپوهنې ریاست له لوري په دغه جوړشوو مراسمو کې د کنړ والي، د ولایت معاون، د پوهنې رییس او د برنامو امرینو ترڅنګ پکې د کرهالې، د مکلي قومي مشرانو، ځوانانو، د ولسوالیو د پوهنې امرینو، درنو ښوونکو او ګلالیو زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د کنړ والي محمد اقبال سعید د ښوونکي نړیوالې ورځې په ویاړ ټولو ښوونکو ته د دغې ورځي د مبارکۍ ترڅنګ هغه ممتازو زده کوونکو ته چې په کانکور ازموینه کې یي لوړې نمرې اخیستې دي هم مبارکي ورکړه او هم یې د پوهنې له رهبرې مننه وکړه، چې دغه زده کوونکو ته یې د تعلیم په برخه کې هر راز همکاري کړې وه، چې نن یې موږ او تاسې ته نتیجه په لاس راغله چې (۹۸) فصده زده کوونکي مو له کونړڅخه بېلابیلو پوهنتونونو ته بریالي شوي.
د پوهنې رییس مجیب الرحمن همدرد له لوري د ښوونکي نړیوالې ورځي د لمانځنې په اړوند د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې رنګینه حمیدي پېغام ولوستو اوهم یې د ښوونکي په مقام مفصلي خبرې وکړي.
د غونډي په پای کې یو شمیر ښوونکو ته د ښه خدمت له کبله ستاینلیکونه ورکړل شوه .
