په ننګرهار کې ۱۲۶۱ تنه رضاکاره ښوونکي جذب شوي دي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۲:۴۱
په ننګرهار کې ۱۲۶۱ تنه رضاکاره ښوونکي جذب شوي دي

د پوهنې وزارت، ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې د تدریس اشر په پیل شوي کمپاین کې تر اوسه ۱۲۶۱ تنه رضا کاره ښوونکي جذب شویدي.

د دغه پروګرام د ارزونې او لا همغږی په موخه د ولسمشر سلاکار او ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل تر مشرۍ لاندې په جوړه شوې ناسته کې د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د تدریس اشر د کمپاین په اړه وویل په تیرو لسو ورځو کې په ټولیز ډول ۱۲۶۱ تنه رضا کار ښوونکي چې ۲۵۰ تنه یې میرمنې دي جذب او په جلال آباد ښار سربیره به بېلابېلو ولسوالیو کې خپلې چارې پېل کړي دي.

د پوهنې ریس د ننګرهار والي له ملاتړ او د مرسته کوونکو بنسټونو له همکارۍ نه مننه وکړه او د دوام هیله یې وکړه. پوهنې رییس دغه راز وویل چې د تدریس اشر کمپاین د ښه مدیریت لپاره د ولسوالیو د پوهنې آمرینو ته جدي سپارښتنې کړي او دغه راز یې د رضا کارو ښوونکو سره د ښې مرستې اوتنظیم په موخه د څارنې غړو د درې کسیزې کميټې جوړې کړي چې هره اونۍ به پوهنې ریاست ته د خپلو کړنو راپور ورکوي.

د ننګرهار عالي دارالمعملین رییس مولوي محمد داود ابراهیم خیل، د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصیر سباوون، د "ښوونه افغانستان لپاره" بنسټ مشر رحمت الله ارمان، د شینوارو علمي کاروان استازي عزیز الله او د خصوصي پوهنتونونو استازي محمد کریم ناصري هم خبرې وکړې او د تدریس اشر د کمپاین په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړل.

همدارنګه د ولسمشر سلاکار او ننګرهار والي په خپلو خبرو کې د پوهنې له رییس او د تدریس اشر د تنظیمونکي کاري ټیم او مرسته کوونکو بنسټونو نه د مننې تر څنګ وویل د ولسوالیو د پوهنې آمرینو سره به د ده په حضور کې یوه ګډه ناسته ترسره او همداراز به له مرکز سره د رسمي ښوونکو د تشکیل پروسه په جدي ډول تعقیب کړي. ننګرهار والي وویل ټول رضا کاره ښوونکي د ستاینې وړ دي او تر تولو مهمه په دې اشر کې د هغوی تر پایه ساتنه ده.

د یاده ولو وړ ده چې په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د له منځه وړلو په موخه د رضا کاره ښوونکو د جذب لړۍ لاهم روانه ده او په راتلونکو لسو ورځو کې به درضا کاره ښوونکو شمیر د اوس په پرتله دوه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د املاکو او ودانیو د ساتنې او مراقبت عمومي مدیریت د نقشې او اټکل له مخې،  د نهمې، یوولسمې او دیارلسمې تعلیمي حوزې اړوند د الفتح عالي لېسې ژوره څاه کیندلو، د بي بي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۲۹
Background image

په بامیان ولایت کې د مهارتونو د ودې اوحیاتي سواد زده‌کوونکو ته د تعلیمي وسایلو وېش پیل شو

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د حیاتي سواد د ۲۴ ټولګیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي وسایلو د کڅوړو وېش رسماً پیل شو.
د دې نوښت موخه د زده‌کړې د کیفیت ښه‌والی او د زده‌کوونکو لپاره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۲۰
Background image

د سیرت‌النبي ﷺ د علمي سیالیو پایلې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې اعلان شوې

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د استاد محمد کریم کابلي عالي لېسې زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ علمي سیالۍ پایلې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
په دې سیالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ تنو. . .

BACK TO NEWS