په میدان وردګ کې د ماشومانو د حقوق د سيالی ممتاز زده کوونکي تقدير شول

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۰:۳۷
په میدان وردګ کې د ماشومانو د حقوق د سيالی ممتاز زده کوونکي تقدير شول

د پوهنې وزارت_میدان وردګ: د میدان وردک ولایت د پوهنې ریاست په نوښت او دیونیسف موسسي په مالي مرسته څه موده مخکي د نوموړي ولایت په تولو ښوونځیو کې د ماشومانو د حقوق تر عنوان لاندې سیالۍ په لاره اچول شوي وه ، چې د سیالۍ په پاي کې د ولایت په کچه دری تنه د هلکانو دښوونځیو زده کونکي او دري تنه نجونۍ زده کوونکو لومړي، دویم او دریم مقام تر لاسه کړ.
په هغه غونډه کې چي په ممتازو زده کوونکو د تقدیر په موخه د پوهنې ریاست د ِغونډو په تالارکې جوړه شوي وه ، د پوهنې ریاست د مسوولینو برسیره، دیونیسف اداری استازی ، ښوونکو او زده کوونکو ګدون درلود.چې ممتاز زده کوونکي د یونیسف اداری او پوهنې ریاست لخوا په ځانګړو ډالیو سره ونازول شول.
د ماشومانو د حقوق ممتاز ذکور زده کوونکي هر یو :
۱- لطف الله د فضل الرحمن زوی دسيداباد ولسوالۍ اړوند سيداباد ليسې دلسم ټولګی زده کوونکی.
۲- محمد بلال د تاج محمد زوی د پوهنې ښاري آمريت اړوند سيدجمالدين خصوصي ليسې زده کوونکی
۳- شکر الله دمحمد حسین زوی د مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند راقول ليسې زده کوونکی
د نجونو له ډلې ممتاز زده کوونکې هره یوه :
۱- مريم همت د صالح محمد لور د پوهنې ښاري آمريت اړوند فاميليو لیسې زده کوونکې.
۲- خاطره دعبدالجبار لور د پوهنې ښاري آمريت اړوند فاميليو د نجونو ليسې زده کوونکې.
۳- فريبا د سلطان محمد لور د مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند مرکز بسهود ليسې زده کوونکې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS