په میدان وردګ ولایت کې دنجونو د تعلیم په وړاندې دشته ستونزو دحل په موخه ولسي غونډه ترسره شوه
د پوهنې وزارت_میدان وردګ: د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست دنجونو دتعلیم په وړاندې دشته ستونزو ددرک او حل لارو چارو لټولو په اړه دچک، دایمیر داد او جغتو ولسوالیو دقومي مشرانو او علماو سره دیونیسف موسسې په مالي مرسته ناسته تر سره کړه.
دپوهنې رئیس دوکتور محمد سعيد منصور دغوندې ګډون والو ته دښه راغلاست ترڅنګ دتعلیم په ارزښت مفصلې خبرې وکړي، دعامې روغتیا ریاست مرستیال د سویډن کمیټې دښوونکو دروزنې مسؤل هم دنجونو دتعلیم دارزښت په اړه ویناوې وکړي.
ورپسې دمشمولینو لخوا دنجونو دتعلیم په وړاندې دستونزو او دهغه دحل لارو په اړه ګروپي فعالیتونه تر سره شول او هر ګروپ خپل فعالیتونه ګډونوالو ته وړاندې کړل او په آخر کې يې په توحیدي ډول ستونزې او دهغه لپاره دحل لارې وړاندیز کړي چې په لنډ وخت کې به یې دپوهنې وزارت ترمقام، يوناما او يونسیف تر دفترونو هم ورسوو.
