په غور ولایت کې د ښوونځیو مسوولینو لپاره د مسلکي وړتيا لوړونې برنامه پیل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۲:۱۶
6556

د غور ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۲۶۶ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي او اداري ظرفیت لوړونې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د ياد ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي:" دغه سيمينار د ګډونوالو علمي وړتيا لوړولو، د تدریس له نويو لارو چارو سره د هغوی د بلدتیا، د ښوونيز کیفیت ښه‌والي، د ښوونیزو او اداري مهارتونو د پیاوړتیا او په ښوونځیو کې د اغېزمنې زده‌کړې د زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی".

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۴
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د پادخواب‌شانه کلي په پادخواب‌شانه لومړني ښوونځي کې د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد دېوال اوږدوالی به ۱۰۰ متره او لوړوالی به یې له ۳ مترو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۲
Background image

د هلمند ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو مرسته وشوه

ټاکل شوې ده، چې د هلمند ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې۷۷ زره او ۴۲۰ تنو زده‌کوونکو ته، ۳ زره او ۸۷۱ کڅوړې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شي، کوم چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د زابل ولایت پوهنې ریاست مهمې لاسته راوړنې

* د زابل ولایت په ښوونیزو بنسټونو کې د شرایطو وړ ۳۰ زره ماشومان جذب شوي دي.
* د یاد ولایت په کچه ۵۰ بابه نوي ښوونځي جوړ او تأسیس شوي دي.
* د ښوونځیو د شوراګانو او سیمه‌ییزو خلکو په. . .

BACK TO NEWS