پروان ولایت کې د پوهنې د ریاست اړونده څوارلسم پاسه ښوونکو د آزموینې بهیر پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۷
پروان ولایت کې د پوهنې د ریاست اړونده څوارلسم پاسه ښوونکو د آزموینې بهیر پیل شو

پوهنې وزارت، پروان: په یاد ولایت کې د آزموینې دا بهیر، پروان پوهنتون کې د دې ولایت د مشرتابه، د پوهنې رئیس او د پوهنتون د چارواکو په شتون سره، پیل شو.

د هغې غونډې په پیل کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د پروان پوهنتون رئیس وویل: د ولسمشر د حکم پر اساس د پینځو کلونو په موده کې به ټول څوارلسم پاسه ښوونکي لیسانسه شي،وروسته د ولایت د مقام مرستیال شاه ولي شاهد، د یاد ولایت د پوهنې له رسیاست نه مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې دا آزموینه به د ښوونکو د وړتیا لوړونې او د پوهنیز سیستم په برخه کې ګټوره ثابته شي.

تر دې وروسته د پروان ولایت د پوهنې رئیس ښاعلي عبدالظهور حکیم زیاته کړه: په اوسني وخت کې اړینه ده چې ښوونکي خپله تحصیلي کچه لوړه کړي.

وروسته د محصلانو د چارو مرستیال، ښاغلي محمد ظریف مهرزاد زیاته کړه: په اوسني پړاو کې به ۶۰۰ تنه څوارلسم پاس ښوونکي د آزموینې په بهیر کې ګډون وکړي او آزموینه به یې نن واخیستله شي، پاتې نور ښوونکي به د پوهنې په ریاست کې خپل تحصلي اسناد بشپړ او په راتلونکو پړاونو کې به ګډون وکړي.نوموړي زیاته کړه، د پروان پوهنتون په اوس وخت کې د ۶۰۰ ښوونکو د منل وړتیا لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

بادغیس

د بادغیس ولایت د پوهنې، د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ګډه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان او د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ولایت استالف ولسوالۍ له مرکزي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د ځانګړي پلان له مخې، د کابل ولايت د مرکز او ولسواليو د ښوونځيو له مسئولينو، ښوونکو او زده کوونکو سره د ليدنو په دوام، نن د یاد ریاست يو پلاوى د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې د دایکندي ولایت ښوونځیو ته زیات شمېر ماشومان شامل شوي دي

د دایکندي ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت په ښوونځیو کې د نویو زده کوونکو د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په روان ښوونیز کال کې د دغه ولایت په ښوونځیو کې ۱۸ زره. . .

BACK TO NEWS