ننګرهار پوهنې ریاست اړوند ښوونځیو کې د نیالګیو کینولو کمپاین پېل شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۵:۳۶
ننګرهار پوهنې ریاست اړوند ښوونځیو کې د نیالګیو کینولو کمپاین پېل شو

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهارپوهنې ریاست او د کرنې او مالدارۍ او اوبو لګولو ریاستونو د ګډ هوکړه لیک له مخې د یاد ولایت په ښوونځیو کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د ننګرهار عالي لیسي په انګړ کې جوړه شوي د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب الله شینواري وویل: پوهنې ریاست دیو نوښت له مخې هوډ کړی چې په نمونوي بڼه به پنځوس ښوونځیو چاپیریال سمسوروي او ښکلایز او نور بوټي به پکې کینوي.

پوهنې رئیس وویل د ننګرهار د والي په لارښوونه دکرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست سره د ګډ هوکړه لیک له مخې به کرنې ریاست پوهنې ریاست ته پنځوس زره ښکلایزاو نور بوټي ورکوي او پوهنې ریاست به دا بوټي په پنځوس ښوونځیو کې د نمونې به توګه د هر زده کوونکي په نوم یو بوټی نوموي او پالنه به یې به هماغه زده کوونکی کوي.

دننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریس انجنیر انعام الله ساپي وویل کرنې ریاست به د شوي هوکړه لیک له مخې پر پنځوس زره ښکلایزو او نورو بوټو سربیره زده کوونکو ته د ونو نیالګی دپالنې په اړه مسلکي روزنه او لارښوونه هم ورکوي.

په پای کې د ننګرهار والي دپوهنې ریاست دا نوښت وستایه او دننګرهار لېسې په انګړ کې یې په خپل نوم دیوبوټي په کینولو سره له زده کوونکو وغوښتل چې د خپلو ښوونځیو د چاپیریال په زرغونتیا او سمسورتیا کې فعاله ونډه واخلي.

ننګرهار والی همدارنګه د دې ولایت له اوسیدونکو هم هیله وکړه چې سږ کال دکورنۍ هر غړی یو بوټی کینوي او د چاپیریال د ککړتیا په مخنیوي کې خپله ونده ادا کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

ننګرهار ولایت کې ښوونکو ته د ځمکو ویش پیل شو

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت کې د چپر هار ولسوالۍ ښوونکو ته د نمرو د ویش لړۍ پیل شوه.

په هغه غونډه کې چي په همدې موخه په یاده ولسوالۍ کې جوړو شوي وه، د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۴:۵۴
Background image

اطلاعیه

د نړيوال ښاريتوب د غوره ښوونې ميتود، خبرتیا

۱۴۰۰ د غبرګولي ۲ مه

پوهنې وزارت، کابل: آسيا پسفيک سازمان په پام کې لري چې د نړيوال فهم لپار (APCEIU) د هغو ښوونکو او د ښوونکو د روزونکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۷:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو نوى معين معرفي شو

د اسلامي تعليماتو نوى معين استاد محمد عثمان طارق، د يوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي لخوا، چې د ياد وزارت يو شمير معينانو، رئيسانو، د حج او اوقاف وزارت يو. . .

BACK TO NEWS