لوګر کې ۱۴۸ پوهنیزې پروژې تر کار لاندې دي
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د ۶۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۱۴۸ لویو او وړو پوهنیزو پروژو کار روان دی.
د دغو پروژو کار اووه میاشتې مخکې پیل شوی، چې یو شمېر به یې په روان کال کې او ځینې نور به یې په راتلونکي کال کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
په نوموړو پروژو کې ۱۲۸ ښوونځیو ته د ودانیو او نورو اړینو ملحقاتو جوړول او د ۲۰ ښوونځیو بیا رغول شامل دي.
د یادو پروژو له جملې څخه ۱۲۳ د اقراء یا ولسي تړون، ۲۰ د پوهنې وزارت او ۵ نور د مرسته کوونکو هېوادونو په مالي مرسته پلې کېږي.
د نوموړو پروژو په بشپړېدو سره به د ۴۰ زره نجونو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ زره زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې د دغو پروژو په تطبیق سره به د لوګر د پوهنې بهیر لا پرمختګ وکړي او ورسره ډېرې ستونزې به هوارې شي.
هغه د پروژو په ښه تطبیق او ساتلو کې د خلکو پر رول ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې ولسونه دې دغو برخو ته پوره پاملرنه وکړي.
د پوهنې رئیس وویل، چې د ده په هڅو پوهنې وزارت لوګر ته د ښوونځیو جوړېدو ۳ نورې پروژې هم منظورې کړي، چې ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.
له بل لوري د لوګر خلک د پوهنې په برخه کې د یادو پروژو پر عملي کېدو خوښي څرګندوي او له حکومته د پوهنې وضعیت د لا ښه والي لپاره د ورته نورو پروژو د پلي کېدنې غوښتونکي دي
