غزني کې د نظارت غړو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت_غزنی: د غزنی او میدان وردک ولایت د پوهنې ریاستونو د نظارت ۲۰ تنو غړو ته د ( تکویني ارزونې) تر عنوان لاندې ۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت لخوا او د یونیسف موسسې په مالي مرسته جوړ شوی، چې د میدان وردک او غزني ولایت د پوهنې ریاست اړوند د نظارت ۲۰ تنه غړي پکې برخه لري.
د غزني د پوهنې ریاست اداري مرستیال محمد نبی ذکي دیاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د نظارت غړو ته د ښوونځیو د ښه نطارت سپارښتنه وکړه او هم يې هغوی خپلو دندو او مسوولیتونو ته ځیر کړل.
