غزني ولایت کې د ۱.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۱
25102

د غزني ولایت زنخان ولسوالۍ په راحت‌خېل سیمه کې د "شهداء الصالحین" دیني مدرسې نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولینو له‌خوا په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده مدرسه د ۱.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې یوه همکار بنسټ له لوري تمویل شوې ده. 
دغه ودانۍ ۶ درسي خونې، د لمریز برېښنا فعال سیسټم او نورې اړینې اسانتیاوې لري، چې د ۱.۵ جرېبه ځمکې په مساحت کې جوړه شوې ده.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغې مدرسې له جوړېدو اساسي موخه د ښوونیزو اسانتیاوو پراختیا، د معیاري زده‌کړې چاپېریال رامنځته کول او د دیني زده‌کړو ترویج دی او په پایله کې د سیمې زده‌کوونکو لپاره د دیني زده‌کړې یو مناسب فرصت برابر شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS