زابل کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شوې
د پوهنې وزارت_زابل: د هېواد د نورو سړو سیمو په ګډون نن د زابل ولایت کې هم د زده کوونکو کلنۍ ازموینئ پيل شوې چې د مرکز او ولسوالیو په ښوونڅیو کې زرګونو تنو اوناثو او ذکور زده کوونکي پکښي ګډون کړي .
د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال او ورسره مل پلاوي نن د شیخ متي، بي بي خالا او ترنک لېسو د ازموینو له صحنو څخه د لیدنې پرمهال وویل چې سږکال په کلنۍ ازموینه کې د تیر کال په پرتله لس سلنه د زده کوونکو شمېر زیات شوی او دوی توانیدلي چې د مسلکي زده کړو د وړاندې کولو لپاره زیات شمېر ښوونکي په دنده وګماري.
نوموړي وویل چې د ازموینو صحني شفافي دي او وخت پروخت به ورڅخه د پوهنې ریاست د نظارت ټیمونه لیدنه کوي .
په ازموینه کې ګډون کوونکو زده کوونکو وویل :چې د ازموینې له صحنو څخه راضي دي او دوی ته هغه سوالونه راوړل شوي چې د کال په اوږدو کې ورته تدریس شوي وو
دوی وویل د کال په اوږدو کې يې د مجربو ښوونکو پرمټ ښه مسلکي درسونه ویل او اوس کولای شي چې په ښه ډول سره په ازموینه کې برخه واخلي
یادي ازموینې چې نن پیل شوې او پنځه لس ورځې به دوام وکړي او وروسته به ښوونځۍ تر راتلوونکي پسرلي پوري ژمنۍ رخصت شي
