راځې چې مطالعه وکړو

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۱ - ۱۱:۵۸
راځې چې مطالعه وکړو

پوهنې وزارت، ننګرهار :جلال اباد ښار کې د نازوانا لېسې زده کوونکو د مطالعې فرهنګ دودونې په موخه کمپاین پیل کړ. چې موخه یې د ښوونځیو پر کتابونو سربیره د اضافي معلوماتو تر لاسه کولو لپاره مطالعې ته د زده کوونکو هڅونه وه، د یاد کمپاین په ترڅ کې ګڼ شمېر کتابونه هم د زده کوونکو له لورې نندارې ته وړاندې شول.

د جلال اباد ښار د پوهنې امر دلاورمومند د نازوانا لیسې د تشبث مضمون د زده کوونکو دا هڅه وستایله او له ټولو زده کوونکو یې وغوښتل چې مطالعې ته مخه کړي. او د دې کمپاین پیغام خپلو ملګرو او د کورنیو له غړو سره هم شریک کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۶:۳۸
Background image

د څوارلسم پاسه ښوونکو د لیسانس دورې زده کړې پیل شوې

پوهنې وزارت، بدخشان: د بدخشان پوهنتون ښووني او روزوني پوهنځي کې د څوارلسم پاسه ښوونکو د لیسانس دورې زده کړې د یاد ولایت د پوهنې رئيس ډاکټر روح الله محقق، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۴:۳۴
Background image

یونیسف او ICR ادارې سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د یونیسف د کندهار زون په دفتر کې د IRC )) او یونیسف ادارې له چارواکو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

په دې غونډه کې یې د یونیسف. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۳:۳۴
Background image

هرات ولایت کې د درسي کتابونو راټولولو کمپاین ګړندی روان دی

پوهنې وزارت، هرات : په دې وروستیو کې د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د "زما کتاب ستا لپاره " تر عنوان لاندې د کتاب راټولولو کمپاین پیل شوی، چې تر دې دمه له سل زرو ټوکو څخه ډیر درسي. . .

BACK TO NEWS