د کونړ په ښوونځیو کې د درسي کتابونو ویش پیل شو
د پوهنې وزارت_کونړ: د کونړ ولایت د پوهنې ریاست د مرکز په ګډون څوارلس ولسوالیو ښوونځیو ته د نوي تدریسي کتابونو د وېش لړۍ پیل کړه.
په هغه غونډه کې چي له همدې امله د څوکۍ ولسوالۍ په جمعیت لېسه کې جوړه شوي وه د کونړ والی عبدالستار میرزکوال او پوهنې ریاست مسوولینو سربېره د ولایتي شورا رئیس او سکتوري ریاستونو مسوولینو هم برخه اخیستې وه.
د کونړ والي وویل چې د وزارت له لوري پوهنې ریاست ته د لومړنیو ښوونځیو لپاره ۲۶۴۰۱۶ ټوکه کتابونه ورکړل شوي چې په مټ به یې د لومړنیو ښوونځیو د زده کوونکو څه اندازه ستونزې اوارې شي.
نوموړي پوهنه د پرمختګ اساسي بنسټ یاد کړ او د کونړ پوهنپالو ولسونو یې مننه وکړه،چې له توپیرونو پرته په خپلو او لادونو زده کړې کوي. کونړ والي له زده کوونکو وغوښتل چې په پوره مېنه او علاقه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او لوړې زده کړې ترلاسه کړي.
همدا رنګه د پوهنې رئیس مجیب الرحمن همدرد په خپلو خبرو کې وویل : د ولس او ادارې په همکارۍ په کونړ ولایت کې ټول ښوونځي خلاص او یو هيڅ تړلی ښوونځی نشته دی. نوموړي زیاته کړه چې له پوهنې وزات یې د شپږ سوه زره کتابونو غوښتنه کړې چې په ورکړل شوو کتابونو به د څلوېښت سلنه زده کوونکو ستونزې اوارې شي. ښاغلي همدرد وویل چې هڅې یې روانې دي او هیله مند دی چې له وزارت څخه نور کتابونه هم ترلاسه کړي.
