د کنړ د څوکۍ ولسوالۍ دبابړو دنجونو منځني ښوونځي کې د نیالګیو د ایښودلو حشر ترسره شو
د پوهنې وزارت، کنړ: د کنړ څوکۍ ولسوالۍ د بابړو نجونو منځني ښوونځي کې د زرغون ښوونځي او دسولې نیالګي ترسرلیک لاندې د نیالګیو ایښودلواو پالنې حشر پیل شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې تړاو دیادې ښوونځي په انګړ کې جوړه شوي وه، د کنړ ولایت د مقام د ټولنېزو، اقتصادي او فرهنګي چارو مرستیاله برېښنا شیرزۍ سربیره د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال، د څوکۍ ولسوال، د کرنې رئیس، د چاپیریال ساتنې رئیس، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
مرستیالې برېښنا شیرزۍ په ښوونځیو کې د نیالګیو په کرلو خوښې وښوده او د پوهنې ریاست دا نوښت یې وستایه او د ښوونځي په انګړ کې یې دیو بوټي په ایښودلو سره له زده کوونکو وغوښتل چې د خپلو ښوونځیو د چاپیریال په زرغونتیا او سمسورتیا کې فعاله ونډه واخلي.
آغلې شیرزي د سیمې له خلکو هم وغوښتل چې د زرغون او سوله ییز افغانستان په پار کورونو او کروندو کې نیالګي کینوی.
همدارنګه د کنړ پوهنې ریاست مرستیال عبدالقهار اخندزاده وویل: د کنړ ولایت د کرنې ریاست له خوا د څه باندې دري زره او یوسلو شپږدرېش نیالګیو مرسته شوې، چې د ټولو ولسوالیو په ښوونځیو کې به په مساویانه ډول ووېشل شي او همدارنګه به په بیلا بیلو ولسوالیو کې پنځه ښوونځي په نمونه یې ډول جوړي شي.
