د کنړ د سرکاڼو ولسوالۍ د نجونو په لېسه کې کمپیوټر لب فعال شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۹:۶
د کنړ د سرکاڼو ولسوالۍ د نجونو په لېسه کې کمپیوټر لب فعال شو

د پوهنې وزارت، کنړ: د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د نجونو په مرکزي لېسه کې کمپیوټر لب پرانستل شوه.

دغه کمپیوټر لب د کمپیوټر مضمون د عملي زده کړو په موخه د (ستاره درخشان) موسسې له لوري جوړ شوی دی.

د کنړ د پوهنې ریس مجیب الرحمن همدرد دغه کمپیوټر لب د پرانیستې پرمهال د مرسته کوونکې ادارې نه د مننې تر څنګ وویل: د کمپیوټر زده کړه د اوسني عصر غوښتنه ده او اړینه ده چې زموږ زده کوونکي د نورو علومو تر څنګ کمپیوټر هم زده کړي، هغه د یادې لېسې له زده کوونکو وغوښتل چې له یادو وسایلو او تجهیزاتو څخه په عملي زده کړو کې ګټه واخلي او ساتنې او مراقبت ته یې هم جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۱:۷
Background image

د پوهنې وزارت خبرتيا

د آسيا پسفيک مرکز په پام کې لري، چې د نړيوالې پوهې(EIU) او د ښاري فرهنګ (GCED) د زده کړې برخه کې، په انلاين ډول د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ مياشتې له ۱۵ نيټې څخه تر ۲۵ نيټې پورې ورکشاپ جوړ کړي.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

لوګر کې د هلکانو یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې د شهید غلام محمد د هلکانو لومړني ښوونځي ته جوړه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي پرانیستغونډه کې د پوهنې ریاست د استازو تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۳:۳
Background image

د ډاډګیرنې پیغام

د افغانستان د معارف يو بل ستورى هم پريوت

په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د ساينسي علومو تکړه ښوونکي نظر زلمى د ورپيښې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى.

(انا لله و انا الیه راجعون)

است. . .

BACK TO NEWS